کور / افغانستان / یوناما: د ولسي جرګې ټاکنو ورځو کې ۵۶ تنه وژل شوي
يوناما

یوناما: د ولسي جرګې ټاکنو ورځو کې ۵۶ تنه وژل شوي

یوناما په خپل تازه خپړه شوی راپور کې لیکلي چې د  ولسي جرګې ټاکنو په ورځو کې د وسله والو له  خوا د پارلماني ټاکنو د ګډوډولو کمپاین پر ملکي وګړو بده اغیزه درلوده چې د تاوتریخوالي له کبله ۵۶ تنو ژوند له لاسه ورکړی.

راپور کې راغلي چې د اکتوبر په شلمه او وروستیو ورځو کې چې ټاکنې وځنډول شوې ۴۳۵ کسانو ته مرګ ژوبله  اوښتې چې ۵۶ یې وژل شوي او ۳۷۹ یې ټپیان دي.

راپور زیاتوي د یادو کسانو له ډلې ۵۲ تنه وژل شوي او ۳۳۹ تنه ټپیان ملکي کسان دي.

وړاندې لیکي:« پرهغو ښوونځیو د بریدونو سربیره چې درایه ورکولو د مرکزونو په توګه ترې کار اخیستل کیده، دغه رپوټ د ډیری بریدونو په اړه چې د دولت ضد عناصرو له خوا، په ځانګړې ډول د طالبانو له خوا پر ملکیانو، ملکي موخو او ملکي میشتو سیمو د ټاکنو په اوږدو کې تر سره شول، ژوره اندیښنه څرګندوي. »

د ځمکنیو جګرو پر مهال د دولت ضد عناصرو لخوا ملکیانو ته ۱۲ سلنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

په دې تاوتریخوالو کې له ۱۰۰زیات ماشومان او له ۵۰ سلنې زیاتې ښځو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. له دې دلې ۲۳ ماشومان او ۲ښځې وژل شوې دي.

دغه رپوټ همدارنګه سربیره پر برمته کولو د یو شمير ګواښونو، ویرولو او ځورونې بیلګې روښانه کوي، چې له ټاکنو وړاندې د طالبانو له خوا تر سره شوي. (سحرخبرونه)

 

داهم وګورئ

جرګې وکیلان

ولسي جرګه: روان امنیتي او اقتصادي حالت د زغملو نه دی

د افغانستان د ولسي جرګې غړو د چهار شنبې په ورځ عمومي غونډې ته امنیتي …