کور / افغانستان / ڼاټو هم له افغانستان څخه د ټولو سرتیرو د وتلو اعلان وکړ

ڼاټو هم له افغانستان څخه د ټولو سرتیرو د وتلو اعلان وکړ

ناټو هم له افغانستان څخه د ټولو سرتیرو د وتلو اعلان وکړ او ویلي دي، چې دوی هم د سرتیرو د وتلو بهیر د مې له لومړۍ نېټې پیلوي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرک اعلان وکړ چې د متحدينو د پرېکړې له مخې، د غوڅ ملاتړ ماموریت د ټولو سرتېرو وتل د مې مياشتې په لومړۍ نېټې پيليږي. هغه وایي، د افغانستان جګړه نظامي حل نلري او يوازې افغانان کولای شي خپل هېواد ته سوله راولي.

سټولټنبرګ زياتوي، له افغانستانه د ناټو ځواکونو وتل له افغانستان سره د اړیکو پای ته رسېدو په مانا نه ده او ناټو به له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د ناټو سازمان وایي، دوی د افغانانو په مشري د سولې د خبرو او په دې لړ کې د استانبول د کنفرانس هرکلی کوي، خو پر افغان حکومت او طالبانو یې غږ کړی چې د سولې بهیر په تړاو خپلې ژمنې پوره کړي.

اعلامیه کې راغلي چې د پوځیانو د ایستلو چاره به په منظمه توګه او په همغږۍ سره راتلونکو څو میاشتو کې ترسره کېږي، او که چېرته طالبان دې موده کې پر ناټو ځواکونو برید وکړي نو ځواکمن ځواب به ورکول کېږي.

د ناټو اعلامیه افغانستان کې پر یوه داسې سیاسي جوړجاړي ټینګار کوي چې تاوتریخوالی ورسره ختم شي، د ټولو افغانانو، په ځانګړې توګه د ښځو، ماشومانو او لږکیو بشري حقونه خوندي شي، قانون پکې برلاسی وي او دا تضمین وکړي چې افغانستان به بیا هېڅ کله هم د ترهګرو پټنځای نه کېږي.

ناټو د هغو ټولو کسانو مننه کړې چې په تېرو شلو کالو کې یې په افغانستان کې د دې سازمان په ماموریت کې دنده ترسره کړې، او دې لړ کې د وژل شویو کسانو د قربانیو درناوی یې کړی دی.

د معلوماتو له مخې، ناټو دا مهال افغانستان کې شاوخوا لس زره پوځیان لري، چې لویه برخه یې امریکایان دي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان چارواکو هم د امریکا د ولسمشر د پرېکړې درناوی

کړی او ویلي یې دي چې افغان پوځیانو اوس د بهرنیو ځواکونو له شتون پرته هم د هېواد ساتنې وړتیاوې پیدا کړې دي.

(سحرخبرونه)

داهم وګورئ

جرګې وکیلان

ولسي جرګه: روان امنیتي او اقتصادي حالت د زغملو نه دی

د افغانستان د ولسي جرګې غړو د چهار شنبې په ورځ عمومي غونډې ته امنیتي …