کور / تفریح / کترینا کیف خپل راتلونکي فلم کې د سوپر هیرو کردار ولوبوي

کترینا کیف خپل راتلونکي فلم کې د سوپر هیرو کردار ولوبوي

 د بالیووډ نمتو اداکاره کټرینه کیف وايي، چې د سوپر سولجر په نوم نوی فلم چې مرکزي رول په کې خپله کیف لوبوي بازار

ته ژر وړاندې کوي.

خو تازه هندي رسنیو خبر ورکړی چې کټرینه کیف د راتلونکي سوپر هیرو فلم (سوپر سولجر) ثبت یو ځل بیا د کورونا له امله

پیل نه شو او راتلونکي کال ته پاتې شو.

د دې فلم جوړوونکی د باليووډ مشهور ډایریکټر علي عباس ظفر دی چې د کترینه کیف سره یې یو ځای جوړوي.

د معلوماتو له مخې، په لومړي ځل به په دې فلم کې يوه ښځینه هنرمنده ( کټرینه کیف ) د سوپر هیرو کردار ولوبوي.

سوپر سولجر فلم د علي عباس ظفر او کترینه کیف څلورم فلم دی، چې دواړه په کې ګډ کار کوي.

د راپورونو له مخې، علي عباس ظفر غوښتل چې د دې فلم ثبت د ۲۰۲۱ کال د جنوري په میاشت کې پیل کړي، خو بیا

د کورونا له امله پاتې شو.

اوس یو ځل بیا هندي رسنیو خبر ورکړی چې په هند کې د کورونا د دویمې څپې له امله د فلم ثبت وځنډېد او ویل کېږي

چې اوس به په ۲۰۲۲ کال کې د دې فلم ثبت پیل شي.

(سحرخبرونه)

داهم وګورئ

وجیهه رستګار : افغان چارواکو یې کنسرت ته اجازه نه ده ورکړې

د هېواد مشهورې سندرغاړې وجیهه رستګار ویلي، چې د هرات چارواکو په دې ولایت کې …