کور / نړۍ / کاناډا : هدفي برید کې د یوه مسلمان کورنۍ ۴ غړي وژل شوي
کاناډا

کاناډا : هدفي برید کې د یوه مسلمان کورنۍ ۴ غړي وژل شوي

د کاناډا په اونتاریو ولایت کې یو کاناډایي وگړي د یوې مسلمانې کورنۍ پر غړو موټر ورخیژولی ۴ غړي یې ترې وژلي او

ددوي ۹ کلن زوی یې سخت ټپي کړی.

د دغې کورنۍ غړي پر پیاده رو روان وو چې د دغه سپین پوستي کاناډایي تر برید لاندې راغلل.

د پېښې په ځای کې امنيتي چارواکو رسنيو ته ويلي، د يادې کورنۍ يو تن سخت ټپي هم دي.

د پولیسو یوه مشر پاول وایټ د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، زه باوري يم، چې د مسلمانۍ له امله دا کسان په

نښه شوي دي.
ويل کېږي په ۲۰۱۷ کال د کیوبیک ښار په يو جومات کې د شپږو مسلمانانو تر وژلو وروسته کاناډا کې دا تر ټولو بده او زړه بوږنوونکې پېښه ده.
پولیس وايي بريد کونکی، چې اصلي کاناډايي دی او نتانیل ولټمېن نوميږي، ۲۰ کاله عمر لري د پوليسو له لورې نيول

شوی او د پېښې په اړه تحقيقات ترې روان دي.

د پولیسو یوه مشر پاول وایټ د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، زه باوري يم، چې د مسلمانۍ له امله دا کسان په نښه شوي دي.
ويل کېږي په ۲۰۱۷ کال د کیوبیک ښار په يو جومات کې د شپږو مسلمانانو تر وژلو وروسته کاناډا کې دا تر ټولو بده او زړه بوږنوونکې پېښه ده.

(سحرخبرونه)

داهم وګورئ

میانمار : پوځي چارواکو آنګ سان سوچي پر مالي فساد تورن کړې

د میانمار پوځي چارواکو د دې هېواد ګوښه شوې مشره آنګ سان سوچي پر مالي …