کور / افغانستان / د کابل کې د دوو چاودنو په ترڅ کې ۲۵تنه وژل شوې او ۹۵نور ټپیان دې
کابل چاودنې

د کابل کې د دوو چاودنو په ترڅ کې ۲۵تنه وژل شوې او ۹۵نور ټپیان دې

کابل امنیتي چارواکي په وینا  د کابل د دشت برچي د تېرې ورځې د دوو چاودنې له کبله  ۲۵ تنه وژل شوي او ۹۵ نور ټپيان دي.

لومړنه حمله د قلعه ناظر په سیمه کې په یوه ورزشي کلب کې او دوهمه انتحاري حمله چې د موټر بم په وسیله وشوه .د وژل شوېو او ټپيانو د انتقال پر مهال رامنځته شوه چې دغومره مرګ ژوبله يې اړولې ده.

د طلوع نیور راپور له مخې “د طلوع نیوز خبریال صمیم فرامرز او تصویر اخیستوونکی رامز احمدي، د کابل ښار په لوېدیځ دشت برچي کې د نن ماښام په دویمې چاودنه کې شهیدان شول. دا پېښه هغه مهال رامنځته کېږي چې د طلوع نیوز دغه دوه تنه کارکوونکي، په دغې سیمه کې په یوه کلپ د لومړي ځانمرګي برید د پوښښ لپاره تللي وو”

د کابل د پولیسو ویاند حشمت الله ستانکزی وايي برید د شپږمې حوزې په (قلعه ناظر) کې شوی دی. طالبانو ویلي دي چې برید دوی نه دی کړی.

په افغانستان کې د اسلامي دولت نومې ډلې پلویان یا داعش خراسان د کابل په لویدیځ په دشت برچي سیمه کې د پرونیو چاودنو مسئولیت په غاړه اخیستې ده.

د داعش اړوند اعماق خبري اژانس په یوه بیان کې ویلي، چې لومړی برید د صابر الخرساني په نوم ځان وژونکی له لوري ترسره شوی.(سحرخبرونه)

 

داهم وګورئ

جرګې وکیلان

ولسي جرګه: روان امنیتي او اقتصادي حالت د زغملو نه دی

د افغانستان د ولسي جرګې غړو د چهار شنبې په ورځ عمومي غونډې ته امنیتي …