کور / افغانستان / چین کې به افغان سرتیرې روزل کیږي

چین کې به افغان سرتیرې روزل کیږي

په بیجینګ چین کې د افغانستان سفیر جانان وویل، چې دهغه هیواد کې به افغان سرتیرې وروزل شي.

موسی زي د چین له حکومت نه غوښتي چې افغان ځواکونو ته جنګي چورلکې ورکړي.

لومړې وویل: “دلته به ځینې روزنې وي، په څرګند ډول او دا به په چین کې ترسره شي”.

موسی زی زیاتوي، چې بیجنیګ ژمنه کړې چې په خپلې خاورې کې دننه به افغان ځواکونه روزوي، خو لا معلومه نه ده چې څومره ځواکونه به روزل کیږي او دا بهیر به کله پيلیږي.

خو سفیر وايي چې د بیجینګ – کابل دا نظامي اړیکې به په چین کې د القاعدې او نورو اورپکو ډلو د احتمالي بریدونو په مخنیوي کې مهم رول ولوبوي. چین هم ژمنه کړې چې دوه چورلکې به افغان ځواکونو ته ورکوي چې په صحي او اکمالاتي چارو کې به ترې ګټه واخیستل شي، موسي زي ونه ویل چې دا الوتکې به کله افغانستان ته سپارل کیږي خو زیاته یې کړه چې وار د مخه په چین کې د دغو الوتکو عملې روزنه پیل شوې ده.

همدا راز بیجینګ هم د افغانستان په سرحدي ولایت بدخشان کې د “غرني ملې اردو ټولنې” په جوړولو کې د مرستې په اړه موافقه کړې ده.(سحرخبرونه)

داهم وګورئ

جرګې وکیلان

ولسي جرګه: روان امنیتي او اقتصادي حالت د زغملو نه دی

د افغانستان د ولسي جرګې غړو د چهار شنبې په ورځ عمومي غونډې ته امنیتي …