کور / نړۍ / په پاکستان کې د ترافیکي پېښې له کبله ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په پاکستان کې د ترافیکي پېښې له کبله ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان د رسنیو د راپور له مخې پېښه تېره ورځ د دغه هېواد راولپنډۍ ښار اړوند ګجرخان سیمې ته نږدې رامنځته شوې چې له کبله یې نهو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د راپور له مخې د دوو موټرو د ټکر له کبله څلور تنو ځای پر ځای ژوند بایللی او پنځه تنه نور ټپیان کړي دي.

د پېښې وژل شوي څلور تنه د یوې کورنۍ غړي دي چې یوه مېرمن او دوه ماشومان په کې هم شامل دي.

د چارواکو په خبره ټپیان نږدې روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوي اوس مهال تر درملنې لاندې دي.

تر اوسه د ترافیکي پېښې لامل نه دی په ګوته شوی، خو ډېر کله دا ډول پېښې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ او تېز رفتارۍ له کبله رامنځته کېږي.

(سحرخبرونه)

داهم وګورئ

میانمار : پوځي چارواکو آنګ سان سوچي پر مالي فساد تورن کړې

د میانمار پوځي چارواکو د دې هېواد ګوښه شوې مشره آنګ سان سوچي پر مالي …