کور / افغانستان / ننګرهار کې د داعش وياند وژل شوى

ننګرهار کې د داعش وياند وژل شوى

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت تائید کوي، چې په ننګرهار ولايت کې د هوايي بريد پر مهال د داعش خراسان څانګې وياند وژل شوى دى.

کورنيو چارو وزارت له خوا په خپره شوی خبرپاڼه ليکلي ، چې د بهرنيو ځواکونو له خوا دغه بريد تېره ورځ د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې شوى و.

خبرپاڼه زیاتوې، چې په دغه بريد کې د داعش ډلې د خراسان څانګې وياند سلطان عزيز عزام په ګډون ۳ ساتونکي هم  وژل شوي دي .

د ننګرهار چارواکو او داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.(سحرخبرونه)

داهم وګورئ

جرګې وکیلان

ولسي جرګه: روان امنیتي او اقتصادي حالت د زغملو نه دی

د افغانستان د ولسي جرګې غړو د چهار شنبې په ورځ عمومي غونډې ته امنیتي …