کور / نړۍ / په صلاح الدین کې د بهرنیو ځواکونو قرارګاه په توغندیو ویشتل شوې

په صلاح الدین کې د بهرنیو ځواکونو قرارګاه په توغندیو ویشتل شوې

عراقي رسنۍ وایي ددې هېواد په صلاح الدین ولایت کې د البلد په نوم د بهرنیو ځواکونو پوځي اډه په توغندیو لګېدلې.

د یادې اډې مسوول منلې، چې پر اډه یې بیګاه سپه درې توغندي لګېدلي، خو د تلفاتو او زیان خبره یې رد کړې.

د امریکا دفات وزارت په بوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یادو توغندیو له امله د دوی پوځیانو ته کومه مرګ ژوبله نده اوښتې.

دا لومړی ځل ندی، چې په عراق کې د بهرنیو ځواکونو یاده اډه په توغندیو ویشتل کېږي. دوه اونۍ وړاندې هم یاده اډه په توغندیو ویشتل شوې وه.

عراقي امنیتی سرچینو خبر ورکړی و، چې د برید په ترڅ کې ۵ امریکایي متقاعد سرتیري ټپیان شوي دي.

(سحرخبرونه)

داهم وګورئ

میانمار : پوځي چارواکو آنګ سان سوچي پر مالي فساد تورن کړې

د میانمار پوځي چارواکو د دې هېواد ګوښه شوې مشره آنګ سان سوچي پر مالي …