کور / نړۍ / په امریکا کې د کرونا ویروس له امله د قربانیانو شمېر تر ۵۶۵ زرو واوښت
روغتیا وزارت

په امریکا کې د کرونا ویروس له امله د قربانیانو شمېر تر ۵۶۵ زرو واوښت

د جان هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر ۳۱ میلیونه ډېر کسان په کورونا اخته شوي او تر ۵۶۵ زره ډېر بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۱۳۸ میلیونه ډېر شوی او تر دوه میلیونه او ۹۰۰ زره ډېر کسان دې ناروغۍ مړه کړي دي.

په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۱۱۵ زره او ۹۳۷ تنو ته رسېدلی دی.

د دې تر څنګ په برازیل کې ۳۶۵زره او  ۴۴۴، په مکسیکو کې ۲۱۱زره او  ۲۱۳، په هند کې ۱۷۳زره او ۱۲۳، په بریټانیا کې ۱۲۷ زره او ۴۳۸، په ایران کې ۶۵ زره او  ۶۸۰ او په پاکستان کې ۱۵ زره او ۵۹۴ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.

دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.

داهم وګورئ

د سکاټلینډ هېواد د ډنډي ښار اوسېدونکو د فلسطین حکومت په رسمیت پېژندلی

د فلسطین د رسنیو مرکز د خبر له مخ د سکاټلینډ هېواد د ډنډي ښار …