کور / نړۍ / پاکستان کې د کورونا وبا زور اخېستی دی

پاکستان کې د کورونا وبا زور اخېستی دی

د پاکستان دولت له خوا د رسمي شمېرو له مخې په دغه هېواد کې له دې وبا څخه د مړه شویو کسانو شمېر ۱۸زره

او ۱۴۹ تنو  ته رسېدلی او په دې ویروس د اخته کسانو شمېر بیا له ۸ سوه زره څخه اوښتی دی.

د پاکستان حکومت د کورونا ویروس د درېیمې څپې د کابو کولو لپاره له افغانستانه او ایران سره د مسافرو پر تګ راتګ لنډ

مهاله بندیزونه وضعه کړي دي.

او ددې لپاره په لنډ مهاله توګه له افغانستان او ایران سره خپلې دروازې بندوي.

د پاکستان حکومت په یوې اعلامیه کې ویلي چې دغه بندیزونه به د مې میاشتې له ۵مې نېټې څخه پیل شي او د

همدې میاشتې (مئې) تر ۱۹مې نېټې پورې دوام ولري.

پاکستان حکومت له مسافرو غوښتي چې په دغو دوو ورځو کې خپلو هېوادونو ته ستانه شي او هغه کسان چې دکورونا

علایم ولري؛ نو تر قرنطین وروسته به هېواد ته پرېښودل کېږي.

(سحرخبرونه)

داهم وګورئ

میانمار : پوځي چارواکو آنګ سان سوچي پر مالي فساد تورن کړې

د میانمار پوځي چارواکو د دې هېواد ګوښه شوې مشره آنګ سان سوچي پر مالي …