کور / نړۍ / پاکستان کې د اورګاډو د ټکر پېښه کې ۳۰ تنه مړه شوي
اورګاډو

پاکستان کې د اورګاډو د ټکر پېښه کې ۳۰ تنه مړه شوي

د پاکستان په سیند ایالت کې د اورګاډو د ټکر پېښه کې لږترلږه ۳۰ تنه مړه شوي او تر ۵۰ پورې نور ټپیان شوي دي.

نن سهار د پاکستان په جنوب سیند ایالت کې د سرسید ایکسپریس او د ملت ایکسپریس اورګاډو ټکر کړی چې په پایله

کې ۹۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جیونیوز د خبر له مخې په دې پېښه کې کابو ۳۲ کسان وژل شوي او له ۶۰ زیات ټپیان دي.

د معلوماتو له مخې ، ملت ایکسپریس له کراچۍ څخه سرګوده ته روان و او سر سید ایکسپریس له کراچۍ څخه پنجاب

ته روان و.

د معلوماتو له مخې د دواړو اورګارډو نږدې ۱۴ ډبې د پټلۍ نه لاندې لوېدلي چې یاده مرګ ژوبله یې اړولې ده.

په ګهوټکي کې د پولیسو مشر عمر طفیل ویلي، چې له ۱۵ تر ۲۰ پورې مسافر لا هم د ملت اکسپرس په نوم رېلګاډي

کې راګېر پاتې دي.

چارواکو زیاته  کړې، چې له ټکر وروسته له دواړو رېلګاډو د ټپیانو را ایستل پیل شوي، چې په دې برخه کې ډېره مرسته

د سیمې خلکو وکړه.

(سحرخبرونه)

 

 

 

داهم وګورئ

میانمار : پوځي چارواکو آنګ سان سوچي پر مالي فساد تورن کړې

د میانمار پوځي چارواکو د دې هېواد ګوښه شوې مشره آنګ سان سوچي پر مالي …