کور / افغانستان / ولسي جرګه: روان امنیتي او اقتصادي حالت د زغملو نه دی
جرګې وکیلان

ولسي جرګه: روان امنیتي او اقتصادي حالت د زغملو نه دی

د افغانستان د ولسي جرګې غړو د چهار شنبې په ورځ عمومي غونډې ته امنیتي مسولین وربللي وو، خو د نامعلومه

دلایلو له امله جسله سیرې اعلان شوه.

د دې جرګې رییس میرالرحمن رحماني د نن ورځې عمومي غونډې ته پخبرو کې د ناوړه امنیتي حالت تر څنګ د هېواد
پر کمزوري اقتصادي حالت او د فقر پر ډېروالی جدي اندېښنه څرګنده کړه.
هغه له حکومت وغوښتل چې د بېوزلۍ راټیټېدو او فقر له منځه وړلو لپاره اړینې برنامې جوړې او پلي کړي.
په ورته وخت کې د ولسي جرګې نورو غړو هم د هېواد ناوړه امنیتي حالت او په ګمرکونو کې د فساد شتون د
اندېښنې وړ وباله.
هغوی د کندهار ګمرک ته په اشارې له حکومت غوښتنه وکړه چې هلته د روان فساد مخه ونیسي.

داهم وګورئ

د فاریاب دولت‌اباد ولسوالۍ بېرته امنیتي ځواکونو کنټرول کې کړی دی

د ملي دفاع وزارت وایي، امنیتي ځواکونو تېره شپه د فاریاب دولت‌اباد ولسوالۍ کې د …