کور / افغانستان / ولسمشر غني بېشکیک کې د تاجکستان جمهوررئیس سره ولیدل
تاجکستان

ولسمشر غني بېشکیک کې د تاجکستان جمهوررئیس سره ولیدل

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د شانګهای همکاریو سازمان د غونډې په څنډه کې نن سهار د تاجکستان جمهوررئیس امام علي رحمان سره  ولیدل.

له ارګه څخه خپره شوې خبرپاڼې له مخې، دغه کتنه په  پلازمېنه بېشکیک کې ترسره شوه، چې پکې دواړو خواوو تر منځ د امنیتي، افغان سولې، کاسا زر پروژې،اقتصادي او فرهنګي همکاریو د لا پراختیا، افغان سولې، کاسا زر پروژې، د افغانستان له لارې د برېښنا د لېږد او د اورګاډي پټلۍ  موضوعاتو په  اړه خبرې اترې وشوي.

ولسمشر غنې په دغه ناسته کې وویل، افغانستان جنوبي اسیا ته د منځنۍ اسیا د انرژۍ د لېږد اسانه مسیر او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

همدغه راز د تاجکستان جمهوررئیس  امام علي رحمان وویل، د دوستانه مناسباتو او اوږد سرحد لرلو له امله د افغانستان امنیت او ثبات زموږ لپاره مهم دی او هیواد یې د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې د ملاتړ ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې همکاریو ته چمتو دی.

(سحرخبرونه)

 

 

 

داهم وګورئ

جرګې وکیلان

ولسي جرګه: روان امنیتي او اقتصادي حالت د زغملو نه دی

د افغانستان د ولسي جرګې غړو د چهار شنبې په ورځ عمومي غونډې ته امنیتي …