کور / افغانستان / وسلوالو کسانو نعمت الله روان وژلی
وسلوالو

وسلوالو کسانو نعمت الله روان وژلی

د مالیې وزارت د مطبوعاتو امر او پخوانی خبریال نعمت روان په یوه وسله وال برید کې وژل شوی.

د نوموړي نږدې دوستانو کابل نیوز ته ومنله، چې نعمت الله روان نن د کندهار ولایت په څوارلسمه ناحیه کې د ناپېژاندو کسانو له خوا وژل شوی دی. 

د روان کورنۍ تایید کړې ده چې نوموړي نن په کندهار ښار کې د وسله والو کسانو په یو برید کې خپل ژوند بایللی دی.

نعمت الله روان چې له تیرو څلورو کالو راهیسې یې په کابل کې له طلوع نیوز ټلویزیون سره د خبرونو او سیاسي خپرونو د ویاند په توګه دنده ترسره کوله، تازه په مالې وزارت کې د مطبوعاتو د آمر په حیث ټاکل شوی و.

په کور دننه او بهر د ټولنیزو رسنیو فعالان په دې باور دي، چې روان د طالبانو له لوري د مدني فعالانو، علماوو او خبریالانو د وژلي د لړۍ په دوام په نښه شوی دی.

تراوسه کومې وسله والې ډلې د روان د وژلو مسؤلیت نه دی منلی.

(سحرخبرونه)

 

داهم وګورئ

د فاریاب دولت‌اباد ولسوالۍ بېرته امنیتي ځواکونو کنټرول کې کړی دی

د ملي دفاع وزارت وایي، امنیتي ځواکونو تېره شپه د فاریاب دولت‌اباد ولسوالۍ کې د …