د هېواد مشهورې سندرغاړې وجیهه رستګار ویلي، چې د هرات چارواکو په دې ولایت کې د دې او د دې د خاوند فرید رستګار ګډ کنسرت ته اجازه نه ده ورکړې.

نوموړې رسینو ته ویلي، چې دې غوښتل هرات ولایت ته سفر وکړي، له ښځو سره وویني او د دغه ولایت په یوه تفریحي سیمه «تخت سفر» کې کنسرت ورکړي؛ خو په وینا یې چې د هرات د والي وحید قتالي د مخالفت له امله یې پروګرام لغوه شو.

په پام کې وه چې دغه کنسرت د تېرې پنجشنبې په ورځ (د وري په ۲۰مه) ترسره شي او پکې ګډون هم وړیا وي.

خو په دغه ولایت کې یوې دولتي سرچینې بي بي سي ته ويلي، چې له دوی نه په رسمي ډول د کنسرت د جوړېدو غوښتنه نه ده شوې او سیمه‌ییزو چارواکو ځکه موافقه ورسره نه ده کړې چې له یوې خوا د روژې میاشت په رارسېدو ده او له بلې خوا امنیتي ځواکونه د امیر علي شیر نوايي کنفرانس د امنیت پر تامین بوخت دي.

(سحرخبرونه)