کور / افغانستان / نيويارک ټايمز:سي ای اې په افغانستان کې د نوې تګلارې فکر کوي
نيويارک ټايمز

نيويارک ټايمز:سي ای اې په افغانستان کې د نوې تګلارې فکر کوي

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د لوړ پوړو امریکایي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې دوی پر کابل او یو شمېر نورو لویو ښارونو د

احتمالي بریدونو مخنیوي لپاره د متقابلو بریدونو د اجازې تر لاسه کولو په هڅه کې دي.

ورځپاڼه وايي، پرون (چهارشنبه) څو جګپوړو چارواکو ورته وویل، د دې پلان پر اساس به امریکا له جنګي الوتکو یا بې پې

لوټه الوتکو څخه په استفادې د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته ودانګي.

دوی وویل چې په دې اړه خبرې روانې دي چې افغان امنیتي ځواکونه په څه ډول لاسبري شي خو په دې اړه لا وروستۍ

پرېکړه نه ده شوې.

د امریکا و لسمشر جو بایډن د اپریل په ۱۴ اعلان وکړ چې له افغانستانه ټول پوځیان د سپټمبر تر ۱۱ پورې باسي.

ده همداراز وویل«له دې نېټې به په افغانستان کې پوځي رول نه لرو، خو زموږ دیپلوماتیک او بشري کار به دوام وکړي.»

نيويارک ټايمز زياتوي، چې امريکا به په افغانستان کې د خپلو عملياتو او هوايي بریدونو لپاره خپلې اډې له لاسه ورکړي

او سي ای اې غواړي، چې په سيمه کې د خپل استخباراتي ماموريت د دوام لپاره نوې لارې چارې غوره کړي.

دا په داسې حال کې، چې د افغانستان په ګڼو سيمو کې د طالبانو پرمختګونو کې بې ساری زياتوالی راغلی او د رپوټونو

له مخې په تېره يوه مياشت کې يې شل ولسوالۍ او لسګونه سترې قرارګاوې نيولي دي.
نيويارک ټايمز د سي ای اې د چارپوهانو له قوله ليکلي، چې د افغانستان اوسني وضعيت له مخې هلته د طالبانو د بيا

واکمنېدو خطر شته.

(سحرخبرونه)

داهم وګورئ

د فاریاب دولت‌اباد ولسوالۍ بېرته امنیتي ځواکونو کنټرول کې کړی دی

د ملي دفاع وزارت وایي، امنیتي ځواکونو تېره شپه د فاریاب دولت‌اباد ولسوالۍ کې د …