کور / افغانستان / نامعلومو وسله والو شاعر او لیکوال فدامحمد نظري وواژه
فدامحمد نظري

نامعلومو وسله والو شاعر او لیکوال فدامحمد نظري وواژه

 نامعلومو وسله والو تېره شبه په کابل کې د سیاسي چارو شناند، شاعر او لیکوال فدامحمد نظري په خپل کور کې وواژه.

تراوسه د فدامحمد نظري د وژل کېدو مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی او پولیس وايي چې په دې اړه تحقیقات کوي.

د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي، پرون ۱۲ بجې او ۱۰ دقیقې فدا محمد نظري د درېیمې ناحیې اړوند دهبوري سیمه کې پخپل کور کې په مرموز ډول وژل شوی دی.
د هغه په وینا، لومړنۍ څېړنې ښيي چې پېښه جنایي اړخ لري او په دې اړه لا ډېرې څېړنې روانې دي.

فدا محمد نظري په دې وروستیو کې د سره ښامار په نوم یو کتاب هم لیکلی و او تر دې وړاندې یې نور کتابونه هم چاپ شوي دي.
هېوادوال له امنیتي بنسټونو په جدي ډول غوښتنه کوي چې د جنایي جرمونو مخه ونیسي.

(سحرخبرونه)

داهم وګورئ

جرګې وکیلان

ولسي جرګه: روان امنیتي او اقتصادي حالت د زغملو نه دی

د افغانستان د ولسي جرګې غړو د چهار شنبې په ورځ عمومي غونډې ته امنیتي …