کور / تفریح / ملاله يوسفزۍ فلمونو او ډرامو جوړولو ته مخه کړه
ملاله يوسفزۍ

ملاله يوسفزۍ فلمونو او ډرامو جوړولو ته مخه کړه

د پاکستان د خيبر پښتونخوا  ولایت له سوات ولسوالۍ  سره اړه لرونکې او د نوبل سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ هغو مستندو فلمونو او ډرامو جوړولو ته مخه کړه، چې تر ډېره به پکې د ښځو او ماشومانو ورځنی ژوند انځور شوی وي.

اېپل ټېليويژن نن (د مارچ نهمه) وویل، ملالې چې په تاند پېغلتوب کې یې د نوبل جایزه ګټلې، ومنله چې د خپلې وړتیا پر مټ به له دې ټېليويژن سره پر نړیواله کچه د خلکو د هڅونې په هدف د څو کلونو لپاره کار کوي.

۲۳ کلنه ملاله وايي، چې دا پرېکړه یې له ښځو، ماشومانو او هنرمندانو سره د ملاتړ په خاطر کړې او زیاتوي چې په دغو فلمونو کې به د دوی نړۍ او فعالیتونه انځوروي.

د ملالې د دې پرېکړه په اړه د اپل پلس ټلوېزیون ادارې نن سه شنبه (د کب ۱۹مه) وویل، چې اغلې یوسفزۍ به د دې ټلوېزیون پر پرده د خلکو د هڅولو په موخه پروګرامونه پیلوي او خپله وړتیا به په هڅوونکو ډرامو او فلمونو کې ښکاره کوي.

نوموړې زياته کړې چې هیله منه ده د دې نوښت له لارې واړه هلکان او نجونې دغه پروګرامونه وګوري او الهام ورڅخه واخلي.

(سحرخبرونه)

داهم وګورئ

عمران خان؛ د «ترکي ډرامي» د پاکستان د کورنیو نظم خوندي وساتي

په پاکستان کې که له یوه پلوه د ترکي ډرامو پر نشر سختې نیوکې دي …