کور / افغانستان / مایک پامپیو چابهار بندر پر ايران د لګېدلو بندیزونو نه استثنا کړ

مایک پامپیو چابهار بندر پر ايران د لګېدلو بندیزونو نه استثنا کړ

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت  چابهار کې د افغانستان لپاره د هند پروژه له بنديزونو مستثنی اعلان کړې، ده او وايي هدف يې دا دی چې د افغانستان له اقتصادي ودې سره مرسته وشي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند رویټرز خبرې اژانس ته ویلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو چابهار بندر له بندیزونو نه استثنا کړی دی.

سرچینه زیاتوي، چې د دې بترڅنګ به د بندري اورګاډي د پټلی جوړولو او له ایرانه د تیلو وارداتو ته هم اجازه ورکړل شي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو رسنيو ته وویل، چې دغه فعاليتونه د افغانستان د پرمختګ او دغه هېواد ته د بشري مرستو د رسولو لپاره اړين دي. مايک پمپيو دا هم ويلي چې افغانستان به له ايران د تېلو وارداتو ته ادامه ورکړي.

پمپيو زیاته کړه، چې افغانستان به له ايران د تېلو وارداتو ته ادامه ورکړي.

دغه څرګندوني امریکا  په داسې حال کې کړي چې په ایران باندې د امریکا لېرې شوی بندیزونه بیا پیل شوي دي.(سحرخبرونه)

 

 

 

 

داهم وګورئ

د فاریاب دولت‌اباد ولسوالۍ بېرته امنیتي ځواکونو کنټرول کې کړی دی

د ملي دفاع وزارت وایي، امنیتي ځواکونو تېره شپه د فاریاب دولت‌اباد ولسوالۍ کې د …