کور / افغانستان / له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر پنځوس سلنه بشپړ شوی دی
امریکايي

له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر پنځوس سلنه بشپړ شوی دی

د امریکایي پوځ د مرکزي قومندانۍ تازه رسنیو ته ویلي چې له افغانستان د سرتېرو د ایستلو بهیر پر مخ روان دی او دوی

بریالي شوي چې دغه بهیر تر پنځوس سلنې بشپړ کړي.

په همدې حال کې نیویارک ټایمز ورځپاڼې ویلي،پاکستان د امریکا متحدو ایالتونو ته ویلي،د دغه هېواد له اډو څخه کار

اخیستی شي،خو په افغانستان کې د هدفونو تر ویشتلو مخکې به د پاکستان پوځ ته معلومات ورکوي.

امریکايي رسنۍ وايي،د بایډن د ادارې چارواکي له پاکستاني چارواکو سره په دې خبرې کوي،چې د افغانستان خاورې

ته نژدې د عملیاتو لپاره اډه ورکړي.

امریکا تر ۲۰۱۱ م کال پورې په پاکستان کې اډې لرلې.

په افغانستان کې د امریکا له حضور سره د پاکستان د مخالفت یو دلیل دا و،چې په دې سیمه کې د لوېدیځ لپاره پاکستان

خپل ستراتیژیک اهمیت له لاسه ورکړ،خو اوس چې لوېدیځ ځواکونه له افغانستانه وځي،پاکستان هیله لري، یو وار بیا به

په سیمه کې پخوانی ستراتیژیک اهمیت ترلاسه او له مرستو به برخمن شي.

(سحرخبرونه)

داهم وګورئ

د فاریاب دولت‌اباد ولسوالۍ بېرته امنیتي ځواکونو کنټرول کې کړی دی

د ملي دفاع وزارت وایي، امنیتي ځواکونو تېره شپه د فاریاب دولت‌اباد ولسوالۍ کې د …