کور / افغانستان / فراه ولایت کې طالبانو افغان سرتېرو ته درنه مرګ ژوبله اړولي

فراه ولایت کې طالبانو افغان سرتېرو ته درنه مرګ ژوبله اړولي

د افغانستان په فراه ولایت کې تر پنځوسو زیات سرحدي سرتیري د شلو سرتېرو د وژل کیدو خبر وکړي شوي.

طالبانو دغه مرګونی برید تیره شپه پشتکوه ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو پر یو کنډک کړی دی.

د فرا و لایتي شورا غړي ګل  احمد فقیري شمشاد ته وویل، د طالبانو برید کې دغه کنډک په بشپړډول سقوط شوی او تر پنځوسو ډیر سرحدي سرتیري وژل شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت ویاند جاوېد احمد غفور په دغه سیمه کې د وسلوالو طالبانو برید مني، خو افغان سرتېرو ته اوښتې مرګ ژوبلې په هکله بې خبري ښيي.

د فراه د والي ویاند محمد ناصرمهري هم پردغه کنډک د طالبانو برید مني اووايې برید کې ګڼو افغان سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ادعا کوي چې دغه کنډک کې د دوی له لوري لسګونه سرتیري وژل شوي او پنځه ژوندي نیول شوي.(سحرخبرونه)

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

داهم وګورئ

د فاریاب دولت‌اباد ولسوالۍ بېرته امنیتي ځواکونو کنټرول کې کړی دی

د ملي دفاع وزارت وایي، امنیتي ځواکونو تېره شپه د فاریاب دولت‌اباد ولسوالۍ کې د …