کور / افغانستان / عمران خان د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردغان سره پر افغان سوله غږېدلی

عمران خان د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردغان سره پر افغان سوله غږېدلی

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د ترکیې له ولسمشر «رجب طیب اردغان» سره  تلیفوني خبرې کړې دي او د نورو مسایلو تر څنګ د افغانستان د سولې په اړه هم ورسره غږېدلی.

د پاکستان د لومړي وزیر له دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې تلیفوني خبرو کې دواړو لورو د ترکیې او پاکستان تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړې او عمران خان د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره هم مهاله په افغانستان کې د سولې او سیاسي جوړجاړي په تامین ټینګار وکړ.

نوموړي د افغان سولې په برخه کې د پاکستان تېرو هڅو ته اشاره کړې او په راتلونکي کې يې هم په همدې برخه کې د هر ډول همکارۍ ژمنه کړې.

عمران خان پر افغان مشرانو غږ کړی، چې د سولې لپاره له رامنځته شوي فرصت ګټه واخلي او په افغانستان کې د یوه هر اړخیز او پایداره سیاسي جوړښت رامنځته کېدو ته کار وکړي.

د افغان سولې په اړه د ترکیې او پاکستان خبرې داسې مهال دي، چې د امریکا متحده ایالات وایي، د روان میلادي کال د سپتمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې له افغانستانه ټول عسکر وباسي.

پاکستان له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د مسئولانه وتلو غوښتنه کوي او ټینګار کوي، چې له افغانستانه د هغوی وتل دې په سوله پروسه کې له پرمختګ سره وتړل شي.

(سحرخبرونه)

داهم وګورئ

جرګې وکیلان

ولسي جرګه: روان امنیتي او اقتصادي حالت د زغملو نه دی

د افغانستان د ولسي جرګې غړو د چهار شنبې په ورځ عمومي غونډې ته امنیتي …