کور / نړۍ / عراق کې د بهرنیو ځواکونو پر نظامي اډه توغندي توغول شوي

عراق کې د بهرنیو ځواکونو پر نظامي اډه توغندي توغول شوي

راپورونه وایي د عراق په پلازمېنه بغداد کې په نړیوال هوایي ډګر کې د ویکتوریا په نوم د بهرنیو ځواکونو پر نظامي اډه

توغندي توغول شوي.

تر اوسه په دې برید کې د تلفاتو او زیان کچه له رسنیو سره نده شریکه شوې.

په دغه نظامي اډه کې د نړیوال ایتلاف او امریکایي ځواکونو تر څنګ عراقي ځواکونه هم مېشت دي.

د یو بل خبر له مخې د عراق په صلاح الدین ښار کې د بلد هوایي اډه هم پر توغندیو ویشتل شوې.

د العربیې د تلویزیوند خبر پر اساس دغه هوایي اډه پرون شپه په درې توغندیو ویشتل شوې، خو د تلفاتو کچه

یې نده معلومه.

تر اوسه ددې دواړو بریدونو پړه کوم چا په غاړه نده اخیستې، خو عراقي چارواکي یې د ایران پلوه شیعه وسله

والو ډلو کار بولي.

داهم وګورئ

میانمار : پوځي چارواکو آنګ سان سوچي پر مالي فساد تورن کړې

د میانمار پوځي چارواکو د دې هېواد ګوښه شوې مشره آنګ سان سوچي پر مالي …