کور / افغانستان / عبدالله:امریکا دې افغانستان د سولې راتلو پورې یوازې نه پرېږدي
تاوتریخوالیو

عبدالله:امریکا دې افغانستان د سولې راتلو پورې یوازې نه پرېږدي

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله له نړیوالو غواړي چې جګړه ځپلی افغانستان دې یوازې نه پرېږدي.

د افغانستان اجرايه رييس عبدالله عبدالله له اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس سره په مرکه کې هيله څرګنده کړې چې امریکا به په افغانستان کې د سولې او ټيکاو تر راتګ پورې له کابل خپل ملاتړ ته دوام ورکړ،او یوازې نه پرېږدي.

د ه ​په‌ داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره میاشت وویل چې ښايي په افغانستان کې د دېره ځواکونو نیمايي وباسي.

عبدالله دغه راز په دې مرکه کې له پاکستان او هغو هېوادونو چې په طالبانو نفوذ لري غوښتنه کړې چې په دې ډلې فشار راوړي تر څو له افغان حکومت سره خبرو ته کېني.

د یاوني ده طالبانو په‌دې وروستیو کې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد په مشرۍ له امریکايي چارواکو سره په څو پړاوونو کې خبرې وکړې.

(سحرخبرونه)

 

داهم وګورئ

جرګې وکیلان

ولسي جرګه: روان امنیتي او اقتصادي حالت د زغملو نه دی

د افغانستان د ولسي جرګې غړو د چهار شنبې په ورځ عمومي غونډې ته امنیتي …