کور / افغانستان / سعودي کې د افغان پر سوله د اسلامي همکارۍ عالمانو کنفرانس روان دی
سعودي

سعودي کې د افغان پر سوله د اسلامي همکارۍ عالمانو کنفرانس روان دی

سعودي کې د اسلامي همکارۍ سازمان په ګډون د افغان او پاکستاني دیني عالمانو کنفرانس روان دی.

د اسلامي همکاریو په چارو کې د پاکستان وزیر نورالحق قادري ویلي چې اسلام د امن او سولې دین دی او هیڅکله یو مسلمان بل هغه ته ضرر او درد نه رسوي.

دوی په یوه خوله په افغانستان کې د روانې جګړې د ختمېدو غوښتونکي دي او له ښکېلو لورو غواړي، چې د سولې لپاره

رامنځ ته شوی فرصت ضایع نه کړي.

په دې کنفرانس کې تر دې دمه د پاکستان او افغانستان سفیرانو ویناوې کړې دي.

په سعودي عربستان کې د پاکستان سفیر وايي،  دوی د سولې غوښتونکي دي او تمه لري چې د افغان سولې روانه

پروسه یوې پایلې ته ورسېږي.

پاکستاني سفیر بلال اکبر دغه راز ټینګار کړی چې دوی د سولې ملاتړي دي او تل یې په دې برخه کې همکاري کړې ده.

هغه زیاته کړې چې پاکستان تل طالبان د سولې خبرو ته هڅولي دي او د دې غوښتونکي دي چې ګاونډی افغانستان

یې له سولې برخمن شي، ځکه د دغه هېواد سوله د ټولې سیمې سولې او ثبات ته مهمه ده.

اکبر وایي: « اسلام د سولي او میني دین دی هیله لرو چې علما د اسلام واقعي بڼه چې مینه او سوله ده خلکو ته

وړاندې کړي، افغانستان د سولې یو ښه چانس ته رسیدلی، افغانان څلور لسیزي په جنګ کې سوزیږي دا هېواد د

پاکستان یو نږدي همسایه دی،پاکستان هیله لري چې په افغانستان کې جګړه پای ته ورسیږي.»

(سحرخبرونه)

داهم وګورئ

د فاریاب دولت‌اباد ولسوالۍ بېرته امنیتي ځواکونو کنټرول کې کړی دی

د ملي دفاع وزارت وایي، امنیتي ځواکونو تېره شپه د فاریاب دولت‌اباد ولسوالۍ کې د …