کور / افغانستان / افغانستان کې عام ملکیانو ته د کورونا مخنیوي واکسین لګولو بهیر پیل شوی

افغانستان کې عام ملکیانو ته د کورونا مخنیوي واکسین لګولو بهیر پیل شوی

د افغانستان روغتیا و زارت وايي، مېندوارو او ماشومانو ته له تي ورکوونکو مېرمنو پرته په ټولو ۳۴ ولایتونو کې هغو وګړو ته واکسین لګول پیل شوي چې عمرونه یې له اتلسو کلونو پورته دي.

په افغانستان کې نږدې دوه میاشتې مخکې په لومړي پړاو کې روغتیاپالو، افغان امنیتي ځواکونو او رسنوالو ته د کورونا وېروس مخنیوي واکسین لګولو بهیر پیل شوی و.

د روغتیا وزارت په وینا تر اوسه یې یو لک درې اویا زره کسانو ته دغه واکسین لګولی دی او اوس عامو خلکو ته هم دا لړۍ روانه ده.

د روغتیا وزارت مرستیال ویاند میرویس علیزی د بي بي سي خبریال عصمت بهیر سره مرکه کې وايي، په کابل او ولایتونو کې د واکسین لپاره روغتونونه ځانګړي شوي او خلک ور تللی شي:

“موږ د خواله رسنیو له لارې خلکو ته مالومات خپروو چې کوم ځای کې واکسین وکړي.”

د افغانستان روغتیا وزارت وايي، نږدې یو میلیون واکسین ور سره دی چې پنځه لکه ډوزه هند مرسته کړې او ور سره څلور لکه اته شپېته زره د واکسین نړیوالې ادارې له خوا مرسته شوې ده:

“دواړه د استرازنیکا واکسین دی چې دوه ډوزه یې هر کس ته لګول کېږي او دې واکسین سره تر پنځه لکه کسان واکسین کېږي. “

نوموړی وایي، د کواکس څلور لکه اته شپېته زره واکسین د هغه ۱۶ میلیون ډوزه واکسین برخه دی چې د دې ادارې له لارې یې افغانستان ترلاسوي او هیله ښيي چې د اوسني واکسین تر ختمېدو وروسته به کواکس افغانستان ته نور واکسین هم ورسوي.

د دې وزارت ویاند زیاتوي د چین هېواد څلور لکه واکسین مرستې ژمنه کړې چې د اداري چارو تر بشبړېدو وروسته به هغه هم ژر افغانستان ته راوړل شي.

داهم وګورئ

جرګې وکیلان

ولسي جرګه: روان امنیتي او اقتصادي حالت د زغملو نه دی

د افغانستان د ولسي جرګې غړو د چهار شنبې په ورځ عمومي غونډې ته امنیتي …