کور / افغانستان / روغتیا وزارت :په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۲۹۲ مثبتې پېښې ثبت شوې

روغتیا وزارت :په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۲۹۲ مثبتې پېښې ثبت شوې

روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۲۹۲ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې

سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۶۱ زره او ۴۶۶ تنو ته ورسېد.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال میرویس علی زی وایي، په یاده موده کې له دې وبا څخه ۹ تنه مړه شوي او ۲۱۱ تنه

بیا ترې روغ شوي، چې په دې سره د مړو شمېر ۲۶۷۳ او د رغېدلو کسانو شمېر ۵۳ زره او ۹۶۱ تنو ته ورسېد.

روغتیایي چارواکې وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.

دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راښکاره شوه چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د زرګونه کسانو

ژوند اخیستی دی.

(سحرخبرونه)

 

داهم وګورئ

د فاریاب دولت‌اباد ولسوالۍ بېرته امنیتي ځواکونو کنټرول کې کړی دی

د ملي دفاع وزارت وایي، امنیتي ځواکونو تېره شپه د فاریاب دولت‌اباد ولسوالۍ کې د …