کور / افغانستان / روغتیا وزارت : د کورونا ویروس ۱۸۴۳ مثبتې پېښې ثبت شوې

روغتیا وزارت : د کورونا ویروس ۱۸۴۳ مثبتې پېښې ثبت شوې

د هېواد  د روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۱۸۴۳ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې

چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۸۵ زره او ۸۹۳ تنو ته ورسېد.

د وزارت زیاتوي، چې په همدې موده کې پر یادې ناروغۍ اخته ۵۱ کسان مړه شوي هم دي.

د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو ټول شمېر ۸۵ زره او ۸۹۳ ته

او د مړه شویو هغه بیا ۳ زره او ۳۵۶ ته لوړ شوی دی.

د یادونې ده چې روغتیا وزارت پر هېوادوالو غږ کړی، چې د یادې وبا د درېیمې او خطرناکې څپې د مخنیوي لپاره روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.

د کورونا د ناروغانو د زیاتوالي له امله په یوشمېر روغتونونو کې د اکسیجن کمښت خلک اندېښمن کړي.

خو روغتیا وزارت ویلي، چې ډېر ژر به په هغو روغتونونو کې د اکسیجن د کمبود ستونزه حل کړي، چې پر کورونا اخته

ناروغان پکې بستر دي.

روغتیایي چارواکې وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.

(سحرخبرونه)

داهم وګورئ

د فاریاب دولت‌اباد ولسوالۍ بېرته امنیتي ځواکونو کنټرول کې کړی دی

د ملي دفاع وزارت وایي، امنیتي ځواکونو تېره شپه د فاریاب دولت‌اباد ولسوالۍ کې د …