کور / لوبی / راشد خان خپلې زړه پورې لوبۍ سره لاهور قلندرز لوبډله بریالۍ کړه

راشد خان خپلې زړه پورې لوبۍ سره لاهور قلندرز لوبډله بریالۍ کړه

د پاکستان سوپر ليګ پاته سيالۍ د راشدخان له ځلېدو سره پيل شوې راشدخان چې له لاهور قلندرز لوبډلې

سره لوبیږي نن شپه يې د اسلام اباد يونايټيډ لوبډلې پر وړاندې ۴ اورونو کې د ۹ کمو منډو بدل کې يو لوبغاړی وسوځاوه.

د  لاهور قلندرز لوبډلې او د اسلام اباد یونایټیډ لوبډلو ترمینخ دا لوبه  تېره شپه ترسره شوه په کې افغان لوبغاړي راشدخان

په زړه پورې لوبه ترسره کړه او خپله لوبډله یې بریالۍ کړه.

په دې لوبه کې لاهور پچه وګټله او اسلام اباد ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

اسلام اباد په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۳ منډې وکړې.

فهیم اشرف ۲۷ او عثمان خواجه ۱۸ تر نورو ډېرې منډې وکړې.

لاهور لپاره بیا فولکنر ۳، احمد دانیال او حارث روف ۲-۲ ویکټ واخیستې او راشد خان بیا په ۴ اورونو کې د ۹ منډو په

ورکړې ۱ لوبغاړی وسوځاوه.

لاهور قلندرز لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو هدف پوره کړ او د ۵ لوبغاړو په شتون کې یې بریا خپله کړه.

سهیل اختر ۴۰، محمد حفیظ ۲۹ او ټیم ډیویډ ۲۳ ناسوځېدلې منډې وکړې.

(سحرخبرونه)

داهم وګورئ

د پاکستان سپر لیګ ابوظهبۍ کې پیلېږي

د پاکستان د کرکټ سپر لیګ د شپږم پړاو پاتې سیالۍ د متحده عربي اماراتو …