کور / لوبی / د کرکټ په تاریخ کې د يو لوبغاړي جالبه اوټ کېدل

د کرکټ په تاریخ کې د يو لوبغاړي جالبه اوټ کېدل

د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې توپوهونکی تېج السلام په یو داسې جالب ډول اوټ شو، چې ټول خلک يې حېرانه کړل، هغه د خپل بوټ له وجې وسوځېده.

دا ټېسټ لوبه چې د سریلانکا او بنګله دېش ترمنځ په پالی کیلي کې ترسره شوه، تېج السلام توپ په بېټ وواهه، خو په دغه وخت کې يې بوټ له پښې ووت او ویکټ پرې ولګېده، چې لوبڅار اوټ اعلان کړ.

د تېج السلام بوټ ښايي غټ و او یا هم هغه خپل بوټان په سمه توګه نه و په پښو کړي، چې له امله يې ورسره يې داسې کار وشو او اوټ شو.

د تېج السلام په داسې جالب ډول اوټ کېدو يې په ټولنيزو رسنیو کې د کرکټ مینه وال او د کرکټ پوهان هم حېرانه کړي دي، چې ډېری کسانو په دې اړه پوسټونه کړي دي.

د يادولو وړ ده چې د سریلانکا او بنګله دېش ترمنځ دویمه ټېسټ لوبه کې سریلانکا د ۲۰۹ منډو په ستر توپیر بنګله دېش ته ماتې ورکړه او بریا يې خپله کړه.

(سحرخبرونه)

داهم وګورئ

راشد خان خپلې زړه پورې لوبۍ سره لاهور قلندرز لوبډله بریالۍ کړه

د پاکستان سوپر ليګ پاته سيالۍ د راشدخان له ځلېدو سره پيل شوې راشدخان چې …