کور / لوبی / د کرکټ د شل اوریزو سږنی نړیوال جام عربي اماراتو کې ترسره کېږي
شل اوریزو

د کرکټ د شل اوریزو سږنی نړیوال جام عربي اماراتو کې ترسره کېږي

د کرکټ نړیوالې شورا نن سه شنبه وویل چې د شل اوریزو سږنی نړیوال جام ممکن له هند څخه متحده عربي اماراتو

ته ولیږدول شي.

په داسې حال کې چې په هند کې له تېرو دوه میاشتو راهیسې د کرونا وبا په پراخه کچه زیاته شوه او سلګونه زره کسان

پرې اخته او زرګونه نور یې مړه کړل، د کرکټ نړیواله شورا د سږني کال شل اوریزو جام لپاره پر نوي ځای غور کوي.

د ICC له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، «د کرکټ نړیوالې شورا بورډ د خپل مدیریت څخه غوښتنه کړې تر څو د ۲۰۲۱م شل اوریزو نړیوال جام لپاره د هند پرځای په عربي اماراتو او تر څنګ یې منځني ختیځ کې پر ځای غور وکړي».

د کرکټ شورا د وینا سره سم، په دې هکله به وروستۍ پریکړه د روانې جون میاشتې په پای کې وشي، خو د ټورنمنټ

کوربه به هند وي، هغه که په هر هېواد کې ترسره شي.

د کرکټ نړیواله شورا دا اعلان په داسې وخت کې کوي چې دوه ورځې وړاندې د هند غوره لیګ سیالۍ کومې چې د

کرونا وبا خپراوي له کبله ځنډېدلې وې، په سپتمبر میاشت کې په عربي اماراتو کې د ترسره کېدو اعلان وشو.

د هند کرکټ بورډ وایي چې دوی به له آی سي سي څخه وخت وغواړي تر څو د راتلونکي شل اوریزو نړیوال جام لپاره

بشپړ تصمیم ونیسي چې په هند کې ترسره شي.

د یادونې وړ ده چې په هند کې د اپریل میاشتې له لومړۍ نیټې راهیسې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له ۱۶۰ زرو زیاتو کسانو

ژوند اخیستی دی.

که څه هم دغه هېواد کې ورځ تر بلې وضعیت د ښه کېدو پر لور روان دی خو لا هم د کرونا بلې څپې خپرېدو اندېښنه

ښودل کیږي چې ممکن د شل اوریزو نړیوال جام مهالویش اغیزمن کړي.

(سحرخبرونه)

داهم وګورئ

راشد خان خپلې زړه پورې لوبۍ سره لاهور قلندرز لوبډله بریالۍ کړه

د پاکستان سوپر ليګ پاته سيالۍ د راشدخان له ځلېدو سره پيل شوې راشدخان چې …