کور / لوبی / د پاکستان سپر لیګ ابوظهبۍ کې پیلېږي

د پاکستان سپر لیګ ابوظهبۍ کې پیلېږي

د پاکستان د کرکټ سپر لیګ د شپږم پړاو پاتې سیالۍ د متحده عربي اماراتو په ابوظهبۍ کې ترسره کيږي،چې نن

ماښام یې لومړۍ لوبه د اسلام اباد یونایټیډ او لاهور قلندرز لوبډلو ترمنځ ده.

دا لوبه د پې اېس اېل لیګ ۱۵مه لوبه ده، چې د افغانستان په وخت به ۸:۳۰ بجې پیل شي. له دې وړاندې ۱۴ لوبې

یې په پاکستان کې ترسره شوې خو د کورونا له امله بیا وځنډېدې.

د نن ماښام دواړو لوبډلو ۴-۴ لوبې ترسره کړې او ۳-۳ لوبو کې یې بریا خپله کړې ده.

اوسمهال په یاد لیګ کې لوبډلې په درجه بندۍ کې په دې ډول قرار لري.

کراچۍ کېنګز  لومړۍ، پېښور زلمي دویم، اسلام اباد یونایټیډ درېيم او لاهور قلندرز څلورم دي، چې ټولې لوبډلې ۶-۶

نومرې لري.

دغه راز ملتان سلطانز او کوټه ګلیډیټرز بیا دوه دوه نومرې لري.

(سحرخبرونه)

داهم وګورئ

راشد خان خپلې زړه پورې لوبۍ سره لاهور قلندرز لوبډله بریالۍ کړه

د پاکستان سوپر ليګ پاته سيالۍ د راشدخان له ځلېدو سره پيل شوې راشدخان چې …