کور / لوبی / ممبۍ انډينز د آی پې اېل بایللې لوبه وګټله

ممبۍ انډينز د آی پې اېل بایللې لوبه وګټله

د هند د سوداګریزو لیګ پنځمه لوبه د ممبۍ انډينز او کلکتې ترمنځ ترسره شوه.

د لوبې په پيل کې کلکتې پچه وګټله او ممبۍ ته يې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

ممبۍ انډينز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ١٥٢ منډې وکړې.

سوريا کمار ٥٦ او روهيت شرما ٤٣ منډې وکړې.

په توپ اچونه کې بیا انډري رسل  ٥ او پېټ کومېنز ۲ لوبغاړي وسوځول.

کلکته نايټ رايډرز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٤٢ منډې وکړې او د ١٠ منډو په توپير يې لوبه بايلوده.

د دوى له خوا نيتيش رانا ٥٧ او شوبمن ګيل ٣٣ منډې وکړې.

د ممبۍ انډينز له لوري راهول چاهار ښه توپ اچونه ترسره کړه چې ٤ لوبغاړي يې وسوځول او ټرينټ بولټ بيا ٢ ويکټې واخيستې.

د اى پي اېل شپږمه لوبه نن د اپريل په ١٤مه نېټه د سنرايزر حیدراباد او رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

په حیدرآباد لوبډله کې درې افغان لوبغاړي راشد، نبي او مجیب هم شامل دي.

(سحرخبرونه)

داهم وګورئ

آی پي اېل سیالیو په لړ کې ممبی انډینز له راجستان رایل او ډیلي له کلکتې سره لوبېږي

په ۲۴ مه لوبه کې نن ماسپښین ممبی انډینز له راجستان رایلز سره او په …