کور / افغانستان / د فاریاب ۳۰۰ بستریز روغتون یو شمېر ډاکټرانو اعتراض کړی

د فاریاب ۳۰۰ بستریز روغتون یو شمېر ډاکټرانو اعتراض کړی

د فاریاب ۳۰۰ بستریز روغتون یوشمېر ډاکټرانو اعتراض کړی دی.

ډاکټران وايي، له تېرو څلورو میاشتو راهیسې یې معاشونه نه دي ورکړل شوي.

 دوی ګواښ کوي،چې که چېرته تر راتلونکو ۴۸ ساعتونو پورې یې معاشونه ورنکړل شي کاربندیز به وکړي.

بل لورته ځايي خلک، چې روغتون ته د درملنې لپاره ورغلي هم له مسوولانو غواړي، چې د ډاکټرانو ستونزه ژر حل کړي.

دوی وایي، ناروغان یې په سخت حالت کې دي او ډاکټران ورته  سمه پاملرنه نه کوي.

په ورته وخت کې بیا د فاریاب د عامې روغتیا سرپرست رییس ګل احمد عمرزاد رسنیو منلې، چې د یو شمېر ډاکټرانو

معاشونه پاتې دي.

عمرزاد یاته کړې. له قراردادي موسسې سره به جدي خبرې وکړي څو د ډاکټرانو معاشونه پر وخت ورکړي.

داهم وګورئ

د فاریاب دولت‌اباد ولسوالۍ بېرته امنیتي ځواکونو کنټرول کې کړی دی

د ملي دفاع وزارت وایي، امنیتي ځواکونو تېره شپه د فاریاب دولت‌اباد ولسوالۍ کې د …