کور / نړۍ / د تاجکستان په یو زندان کې ۳۲ تنه وژل شوي

د تاجکستان په یو زندان کې ۳۲ تنه وژل شوي

د رویټرز خبري اژانس له راپور له مخې د تاجکستان په یو زندان کې تاوترخیوالې له امله ۳۲ تنه وژل شوي دي.

رویټرز خبري اژانس د تاجکستاني چارواکو له قوله ویلي، یاده پېښه د یکشنبې په ورځ په دغه زندان کې د داعش زندانیانو تر بلوا پیلېدو وروسته رامنځته شوې ده.

خبرپانه زیاتوي چې  په وژل شوو کسانو کې درې تنه د زندان ساتونکي او ۲۹ زندانیان شامل دي.

دغه زندان چې تر ډېره سیاسي او یا له داعش ډلې سره د تړاو په تور نیول شوي کسان پکې بندیان دي د تاجکستان مرکز دوشنبې په لس کېلومترۍ د وحدت په نوم سیمه کې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې موقعیت لري.

د یادونې وړ ده، تاجکستان څه وخت مخکې داعش ډله  ترورستي بللي او پخپل هېواد کې د دغه ډلې پر فعالیتونو بندیز لګولی دی.

(سحرخبرونه)

داهم وګورئ

د سکاټلینډ هېواد د ډنډي ښار اوسېدونکو د فلسطین حکومت په رسمیت پېژندلی

د فلسطین د رسنیو مرکز د خبر له مخ د سکاټلینډ هېواد د ډنډي ښار …