کور / تفریح / د افغانستان پر جګړه جوړ فلم تور باز نندارې ته وړاندې کېږي

د افغانستان پر جګړه جوړ فلم تور باز نندارې ته وړاندې کېږي

د افغانستان په جګړه جوړ شوی فلم تورباز به د بالیووډ سینما له لوري د را روانې جمعې په ورځ نندارې ته وړاندې شي، دې فلم کې یو مهم رول لرونکی افغان فلمي ستوري همایون شمس خان له خامه پرس سره په ځانګړې مرکه کې د یاد فلم پر ارزښت او تاثر خبرې کړې دي.

افغان فلمي ستوري همایون شمس خان له خامه پرس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، دغه فلم چې د بالیووډ سینما جوړ کړی او په دې فلم کې مرکزي رول د یادې سینما وتلی ستوی سنجیدت پر مخ وړي.

نوموړي زیاته کړه، یاد فلم د افغانستان په اوسنۍ جګړه جوړ شوی او اصلي هدف یې په افغانستان کې هغه ماشومان چې باید زده کړي وکړي له هغوی په جګړه کې ګټه اخیستل کېږي او په وینا یې په دې فلم کې دا یاده شوې چې له دغو ماشومانو څنګه او څوک ګټه اخلي.

ښاغلي شمس دغه راز په دې فلم کې د خپل رول په اړه وویل، چې نوموړی تر ډېره د پردې شاته دی خو په اخېري برخه کې د یو سرباز په توګه په فلم کې را څرګندېږي.

هغه دغه راز زیاته کړه، په دغه فلم کې یې د افغانستان د کلتور، ژبو او رواجونه په اړه د فلم جوړونکو ته ډېر زیات معلومات ورکړي دي.

ښاغلي شمس زیاته کړه، د یاد فلم لپاره یې له افغانستان ډېری ماشومان هم په دې فلم کې د کار کوولو په موخه د ټرینینګ لپاره هندستان ته بېولي دي.

ښاغلي شمس وویل، د تورباز فلم شوټینګ په هندستان، افغانستان او قرغزیستان کې شوی دی او په وینا یې لومړی په پلان کې و چې دغه فلم پر افغانستان جوړېږي شوټینګ یې هم دلته ترسره شي، خو هغه وایي، په افغانستان کې د امنیتي ستونزو له کبله یې ونشو کولای چې په افغانستان کې د یاد فلم شوټینګ کولو ته زړه ښه کړي.

ښاغلي شمس د خامه پرس یوې پوښتنې ته چې سندجیدت او د هند سینما ولې غواړي پر افغانستان فلمونه جوړ کړي په ځواب کې وویل، د هند سینما وتلی ستوری سنجیدت چې د نوموړي ډېر نږدې ملګری دی او په خبره یې سنجدیت له افغانستان او خلکو سره یې ډېره زیاته مینه لري او د هغه له خولې تل وایي، چې په افغانستان کې جګړه ولې روانه ده دا خلک سولې ته ضرورت لري او باید ښه ژوند ولري.

هغه زیاته کړه، سنجیدت غواړي د فلمونو له لارې نړۍ ته د افغانستان اصلي او پر امنه څېره ور وښایي.

ښاغلي شمس تورباز فلم لپاره ډېره خوښي څرګنده کړه او وې ویل، چې ډاډه دی یاد فلم به زیات خلک په ځانګړې ډول افغانان خوښ کړي.

همایون شمس خان خامه پرس ته د خپل فلمي ژوند په اړه هم معلومات ورکړل، هغه وویل، له کوچنیوالې یې له فلمونو سره مینه وه او په وینا یې لومړی یې په کاناډا کې د فلمونو په یو روزنیز ځای کې اداکاري زده کړه او له هغه وروسته یې هم په ډېرو فلمونو کې د کار کولو هڅه وکړه.

هغه زیاته کړه، د نوموړي کارکردګي د دې لامل شوه چې د نړۍ له ډېرې مشهورې سینما بالیوډ څخه ده ته د کار کوولو وړاندیز کېږي.

شمس وویل، له تور باز فلم پرته یې درې نور فلمونه هم شته چې به لڼد وخت کې به له بالیووډ سینما نندارې ته وړاندې شي، او په وینا یې په افغانستان کې یې د ماموریت سری په نامه یو سریال هم پیل کړی دی چې ډېر شوټینګ یې په ترکیه کې ترسره کړی دی.

ښاغلي شمس دغه راز د یاد فلم د وړاندې کېدو په اړه وویل چې تورباز فلم به را روانه جمعه د ډيسمبر په ۱۱ مه نېټه له نیټ فیلکس انټرنیټي سایټ څخه په لوړه کوالیټي نندارې ته وړاندې شي.

همایون شمس خان دغه راز د مرکې په وروستۍ برخه کې افغانانو ته په پیغام کې وویل، چې تل تعصب او یو بله سره له کینې لاس واخلي او ټول هېوادوال چې په هر قوم پورې تړي وي باید یو بل ته لاس ورکړي ترڅو خپل هېواد په ګډه جوړ کړي.

داهم وګورئ

عمران خان؛ د «ترکي ډرامي» د پاکستان د کورنیو نظم خوندي وساتي

په پاکستان کې که له یوه پلوه د ترکي ډرامو پر نشر سختې نیوکې دي …