کور / لوبی / د افغانستان د فوټبال لوبډله نن له بنګله‌ دېش سره لوبه لري

د افغانستان د فوټبال لوبډله نن له بنګله‌ دېش سره لوبه لري

 د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډله نن  د بنګله دېش فوټبال ملي لوبدلې سره لوبه لري.

د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي ،دا د فوټبال ۲۰۲۲کال نړیوال او د ۲۰۲۳ کال د آسیا د ملتونو جام د پيل لوبې دي.

دا لوبه د ٢٠٢٢ نړیوال کپ او د ٢٠٢٣ آسیا کپ ته د لارې موندلو لپاره کېږي.

د بنګله دیش د فوټبال لوبډله د فیفا په جدول کې ١٨٤ ځای لري او افغان لوبډله د جدول په ١٤٩ مقام کې ځاى لري.

د افغانستان او بنګله دیش ترڅنګ په ګروپ کې قطر، عمان او هند هم شته.

قطر د ګروپ په سرکې دی، بیا عمان دی او ورپسې افغان لوبډله درېیم ځای لري. نننۍ لوبه د افغانستان لپاره ډېره مهمه ده.

(سحرخبرونه)

داهم وګورئ

راشد خان خپلې زړه پورې لوبۍ سره لاهور قلندرز لوبډله بریالۍ کړه

د پاکستان سوپر ليګ پاته سيالۍ د راشدخان له ځلېدو سره پيل شوې راشدخان چې …