کور / افغانستان / خلیلزاد د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې غړو سره کتلي

خلیلزاد د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې غړو سره کتلي

د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې غړو او پخوانيو يو شمېر جهادي مشرانو د افغان سولې لپاره د امريکا له

ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره کتلي.

د ملي مصالحې شورا له لوري خپره شوې خبرپاڼه وایي، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي

استازي زلمي خلیلزاد او په هېواد کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان سکاټ مېلر پرون ناوخته د مصالحې شورا له

غړو سره وکتل.

خبرپاڼه زیاتوي، په ترسره شوې کتنه کې د هېواد پر امنیتي حالت، د استانبول پر کنفرانس، د سولې د هڅو پر ملاتړ
او له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې پر همکارۍ خبرې وشوې.
بلخوا، په کابل کې د امریکا له سفارت څخه هم په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې کتنه کې د خبرو له
لارې د افغانستان د جګړې پر حل ټینګار شوی.
سرچینې د خلیلزاد له خولې لیکلي، نړیوال او سیمه‌ییز هېوادونه په هېڅ صورت طالبانو ته اجازه نه ورکوي چې د جګړو له
لارې خپلو هدفونو ته ورسېږي.
خلیلزاد تېره ورځ له جمهور رییس محمد اشرف غني سره هم کتلي وو او د ارګ د اعلامیې له مخې، په دې لیدنه کې د
سولې پر مسایلو خبرې وشوې.
خلیلزاد پر داسې مهال کابل ته راغلی چې ټاکل شوې تر کوچني اختر وروسته د افغان سولې په تړاو په ترکیه کې ناسته
وشي چې دې ناستې ته طالبان او حکومتي مشران بلل شوي دي.
(سحرخبرونه))

داهم وګورئ

د فاریاب دولت‌اباد ولسوالۍ بېرته امنیتي ځواکونو کنټرول کې کړی دی

د ملي دفاع وزارت وایي، امنیتي ځواکونو تېره شپه د فاریاب دولت‌اباد ولسوالۍ کې د …