کور / افغانستان / خليلزاد دافغان سولې په اړه راتلونکې میاشت هند ته ځي
خلیلزاد

خليلزاد دافغان سولې په اړه راتلونکې میاشت هند ته ځي

د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد راتلونکې مياشت پر افغان سولې په اړه هند ته ځي.

سرچینو له راپور مخې، چې خليلزاد به له هندي مشرانو سره د خپلو وروستيو سفرونو، ليدنو او هلو ځلو په اړه معلومات شريک کړي.

هندي رسنيو خبر ورکړى، ټاکل شوې ده ډاکتر خليلزاد راتلونکې مياشت کې نوي ډيلي ته سفر وکړي.

خليلزاد دغه سفر په داسې حال کې کوي چې له  طالبانو سره د خليلزاد د ليدنو په اړه هندوستان ځينې اندېښنې لرلې.

د افغان سولې په اړه د ځانګړي استازي تر ټاکل کېدو وروسته خليلزاد سيمې ته درې سفرونه کړي او له طالب استازو سره يې هم کتلي دي.

هغه افغانستان، پاکستان، اماراتو، سعودي، قطر، ازبکستان، ترکمنستان او بلجيم ته سفرونه کړي، او اوس به هند ته سفر وکړي.(سحرخبرونه)

داهم وګورئ

جرګې وکیلان

ولسي جرګه: روان امنیتي او اقتصادي حالت د زغملو نه دی

د افغانستان د ولسي جرګې غړو د چهار شنبې په ورځ عمومي غونډې ته امنیتي …