کور / افغانستان / جو بايډن له افغانستانه د خپلو ټولو سرتېرو د بهر کولو پرېکړه اعلان کړه
جو بايډن

جو بايډن له افغانستانه د خپلو ټولو سرتېرو د بهر کولو پرېکړه اعلان کړه

د امریکا ولسمشر جو بايډن له افغانستانه د خپلو ټولو سرتېرو د بهر کولو پرېکړه اعلان کړه.

بايډن وویل: د القاعدې مشر لس کاله وړاندې ووژل شو او وخت د دې راغلی چې خپل سرتېري بېرته امریکا ته راستانه شي.

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر «جوبایډن» وایي، د مۍ د میاشتې له لومړۍ نېټې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ پيلېږي او د سپتمبر تر یوولسمې نېټې پورې به امریکایي او ناټو عسکر په بشپړ ډول له افغانستانه وتلي وي.

بایډن چې نن یې په سپينه ماڼۍ کې د افغانستان په اړه یوې خبري ناستې ته وینا اوروله وویل، چې په افغانستان د امریکایي ځواکونو له حملې شل کاله تېر شوي، چې دده په خبره، دا یوه اوږده موده ده او نور باید د افغانستان شخړه پای ته ورسول شي او امریکايي عسکر کورونو ته را ستانه کړل شي.

نوموړي د طالبانو او د امریکا د تېر حکومت تر منځ شوي تړون ته په اشارې وویل، چې یاد تړون ورته «معنا لري» او ددې لپاره چې په تړون کې د امریکا ملي ګټې خوندي شوې وي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ پيلوي.

دده په خبره، ټول په دې متفق دي چې د افغانستان پای ته نه رسېدونکې جګړه باید پای ته ورسول شي؛ خو ځیني وایي، چې زمینه مساعده نه ده؛ مګر دده له قوله، په ۲۰۱۴ کې ناټو اعلان وکړ چې دولتي عسکر نور له خپل هیواد دفاع کولای شي او اوس چې له هغې مودې اووه کاله تېرېږي؛ نو که اوس هم زمینه مساعده نه وي څه وخت به زمینه مساعدېږي.

هم په داسې حال کې د ولسمشرغني له ولسمشر بایډن سره نن ماښام ټلفوني خبرې کړې دي،غني په یو ټویټ پیغام کې ویلي چې امریکایي سرتیري د سیپتمبر میاشتې په لومړیو کې له افغانستان څخه وځي او افغان حکومت د امریکا ددغه تصمیم احترام کوي، غني ویلي افغان حکومت به د امریکایي سرتیرو د وتلو بهیر کې پوره همکاري وکړي.

 

داهم وګورئ

جرګې وکیلان

ولسي جرګه: روان امنیتي او اقتصادي حالت د زغملو نه دی

د افغانستان د ولسي جرګې غړو د چهار شنبې په ورځ عمومي غونډې ته امنیتي …