کور / افغانستان / جوبایډن سپتمبر د میاشتې تر ۱۱مې نېټې له افغانستانه خپل ټول سرتېري وباسي
جو بايډن

جوبایډن سپتمبر د میاشتې تر ۱۱مې نېټې له افغانستانه خپل ټول سرتېري وباسي

امریکا خپرېدونکې ورځپاڼې «واشنګټن پوسټ» په خپل ننني راپور کې ویلي، چې د امریکا متحده ایالات له طالبانو سره د کړي تړون خلاف خپل عسکر د سپتمبر د میاشتې پر یوولسمه نېټه له افغانستانه وباسي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جین ساکي ویلي، چې ولسمشر جو بایډن له افغانستانه ټول امریکايي ځواکونه د روان کال د سپتمبر تر یوولسمې وباسي.

د ساکي په وینا، بایډن به خپله پرېکړه د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې مخکې اعلان کړي، چې مخکې له افغانستانه د ټولو امریکايي سرتېرو د وتلو د وروستۍ نېټې په توګه ټاکل شوې وه.

د ۲۰۲۰م د فیبرورۍ په ۲۹مه د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ او طالبانو ترمنځ تړون وشو، چې له مخې یې باید له افغانستانه ټول امریکايي ځواکونه د روان کال د مې میاشتې تر لومړي نېټې وتلي وای؛ خو شرط یې دا و چې طالبان به د ترورېزم پر ضد د مبارزې په برخه کې پر خپلو ژمنو درېږي.

تر دې وړاندې امریکا له طالبانو سره په کړي تړون کې ژمنه کړې وه، چې ټول بهرني عسکر د مۍ میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې له افغانستانه وباسي؛ خو د امریکا ولسمشر بیا ادعا لري، چې له لوژستیکي او تخنیکي پلوه په یاده شوې نېټه د عسکرو ایستل ستونزمن دي.

په داسې حال کې چې تازه ترکیه کې د سولې خبرو پیل لپاره د اپریل میاشتې ۲۴ نیټه وټاکل شوه،خو قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ورسره جوخت اعلان کړی او ویلي یې تر څو چې بهرني ځواکونه له افغانستان ونه وځي،طالبان به هیڅ هغه کنفرانس کې برخه وا نه خلي چې د افغانستان په تړاو پریکړې پکې کیږي.

(سحرخبرونه)

داهم وګورئ

جرګې وکیلان

ولسي جرګه: روان امنیتي او اقتصادي حالت د زغملو نه دی

د افغانستان د ولسي جرګې غړو د چهار شنبې په ورځ عمومي غونډې ته امنیتي …