کور / افغانستان / جنرال سکاټ میلر غزني ولایت ته رسیدلی
عبدالغني

جنرال سکاټ میلر غزني ولایت ته رسیدلی

د غزني ولایت مقام په یوه بیان کې ویلي،چې افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت او د امریکا پوځ عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر غزني ولایت ته رسیدلی دي.

په خبرپاڼه کې راغلي”په افغانستان کې د ناټو او غوڅ ملاتړ عمومي قومندان جنرال آستن اسکاټ میلر شیبي مخکي غزني ته راورسید. “

د غوڅ ملاتړ ماموریت او د امریکا پوځ قوماندان جنرال میلر په داسې حال کې غزني ولایت ته تللی چې له څو اوونیو راهیسې د غزني ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو او وسله وال مخالفینو ترمنځ نښتې روانې دي.

د غزني ولایت مقام په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي خو راپورونه وایي چې جنرال میلر د خپل سفر په ترڅ کې د غزني له والي وحید الله کلیمزي او نورو سیمه ییزو چارواکو سره لیدلي دي.(سحرخبرونه)

 

 

داهم وګورئ

جرګې وکیلان

ولسي جرګه: روان امنیتي او اقتصادي حالت د زغملو نه دی

د افغانستان د ولسي جرګې غړو د چهار شنبې په ورځ عمومي غونډې ته امنیتي …