کور / افغانستان / جرمني: ښايي ناټو او امریکايي عسکر په یو وخت له افغانستانه ووځي

جرمني: ښايي ناټو او امریکايي عسکر په یو وخت له افغانستانه ووځي

د جرمني دفاع وزارت وايي، ښايي د روان کال په سپتمبر میاشت کې د ناټو پوځیان له امریکايي عسکرو سره یوځای له افغانستان څخه ووځي.

د فرانسې خبري آژانس د جرمني د دفاع وزیرې «انه ګریت کرمپ-کارنباور» په حواله داسې ویلي: «په قوي احتمال سره کیدای شي ناټو له امریکا سره یوځای د سپتمبر میاشت کې له افغانستان څخه خپل عسکر وباسي.»

نوموړې دغه راز څرګنده کړې، چې یوځای راغلي وو او یو ځای به ځو: «مونږ په بیا بیا ویلي وو، چې یوځای راغلي وو او یوځای به ځو.»

جرمني وروسته له هغه دا اعلان کوي چې تیره ورځ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یو راپور کې ویلي ؤ، چې ښايي د بایډن اداره د روان کال سپتمبر په یوولسمې نیټې له افغانستان څخه ټول امریکايي عسکر وباسي.

باید وویل شي چې د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټین پرون د سه شنبې په ورځ جرمني ته په سفر ورغلی او هلته یې له جرمني چارواکو سره د افغانستان د جګړې پر ختمولو او نورو اړونده مسائلو خبرې کړې دي.

(سحرخبرونه)

داهم وګورئ

جرګې وکیلان

ولسي جرګه: روان امنیتي او اقتصادي حالت د زغملو نه دی

د افغانستان د ولسي جرګې غړو د چهار شنبې په ورځ عمومي غونډې ته امنیتي …