کور / نړۍ / جان هاپکېنز پوهنتون: تر اوسه نړۍ کې ۱۵۰ میلیونه کسان پر کورونا اخته شوي

جان هاپکېنز پوهنتون: تر اوسه نړۍ کې ۱۵۰ میلیونه کسان پر کورونا اخته شوي

د جان هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر ۳۲ میلیونه ډېر کسان په کورونا اخته شوي او تر ۵۷۵ زره

ډېر بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۱۵۰ میلیونه ډېر شوی او تر درې

میلیونه ډېر کسان دې ناروغۍ مړه کړي دي.
په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۱۲۰ زره او ۵۴۴ تنو ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په برازیل کې ۴۰۱زره او ۱۸۶، په مکسیکو کې ۲۱۶زره او ۲۴۷، په هند کې ۲۰۴زره او ۸۴۷، په بریټانیا

کې ۱۲۷ زره او ۵۵۹، په ایران کې ۷۰ زره او ۹۶۶ او په پاکستان کې ۱۷ زره او ۵۳۰ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.

دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسان

ژوند اخیستی دی.

(سحرخبرونه)

 

داهم وګورئ

میانمار : پوځي چارواکو آنګ سان سوچي پر مالي فساد تورن کړې

د میانمار پوځي چارواکو د دې هېواد ګوښه شوې مشره آنګ سان سوچي پر مالي …