کور / افغانستان / ترکیه د کابل د هوايي ډګر د امنیت لپاره پیسې غواړي

ترکیه د کابل د هوايي ډګر د امنیت لپاره پیسې غواړي

ترکیه د کابل د نړیوال هوايي ډګر د امنیت ساتلو په بدل کې د ناټو له غړیو هیوادونو څخه پیسې غواړي.

د بلومبرګ د راپور له مخې، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو تېره شپه (چهارشنبه) د خپل هیواد دولتي

(ټي آر ټي) تلویزیون ته وویل «په افغانستان کې پاتې کېدل داسې مسوولیت نه دی چې یو هیواد یې د نورو له ملاتړه

پرته په غاړه واخیستلی شي. امنیتي خطرونه شته، او ورسره ډېر مالي لګښت. باید چې لګښتونه شریک شي.»

امریکا او ناټو له وړاندې څخه له افغانستانه د خپلو پاتې پوځیانو پر ایستلو پیل کړی دی. د امریکا د مرکزي قوماندانۍ یا

سنټکام پر اساس، د مې د میاشتې له پیله تراوسه پورې امریکا په افغانستان کې د خپلو ۲۵۰۰ سرتېرو په سلو کې ۵۰ ایستلي دي. د ناټو نورو غړیو هم خپل اکثره ځواکونه ایستلي خو په دې منځ کې د ترکیې پوځیان لا هم په افغانستان کې

دېره دي.

ترکیه پر دې سربېره چې یو اسلامي هیواد دی، له پاکستان سره ډېرې نژدې او ستراتیژیکې اړیکې لري.

د امریکا او نړیوالو لپاره د کابل د هوايي ډګر امنیت په دې خاطر هم مهم دی چې په دې ښار کې ګڼ شمېر دیپلوماتان او سفارتونه لري.

په پام کې ده چې د راتلونکې دوشنبې په ورځ په بروکسل کې د ناټو د سرمشریزې ترڅنګ د امریکا د ولسمشر جو

بایډن او د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په کتنه کې د کابل د حامد کرزي هوايي ډګر د امنیت ساتلو موضوع د

دواړو خواوو د خبرو د اجنډا په سر کې وي.

پرون (چهارشنبه) د پنتاګون ویندوی جان کربي وویل«په دې اړه خبرې روانې دي چې د کابل د هوايي ډګر د امنیت

مسوولیت د چا په غاړه وي او په څه حد کې د  دغه هوايي ډګر د امنیت لپاره ځواکونه وګومارل شي.»

(سحرخبرونه)

داهم وګورئ

د فاریاب دولت‌اباد ولسوالۍ بېرته امنیتي ځواکونو کنټرول کې کړی دی

د ملي دفاع وزارت وایي، امنیتي ځواکونو تېره شپه د فاریاب دولت‌اباد ولسوالۍ کې د …