کور / افغانستان / تازه جګړو له امله د هلمند شاوخوا ۱۰۰۰ کورنۍ نورو سیمو ته کډوالې شوې

تازه جګړو له امله د هلمند شاوخوا ۱۰۰۰ کورنۍ نورو سیمو ته کډوالې شوې

د تازه جګړو له امله له تېرو دریو ورځو راپدېخوا په هلمند کې د دغه ولایت له ۱۰۰۰ زیاتې کورنۍ نورو سیمو ته کډوالې شوې، چې ډېر پکې د هلمند بېلابېلو برخو ته کډه شوې دي.

د هلمند د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس ویلي، چې  د جنګ او جګړو له امله شاوخوا ۱۰۰۰ کورنۍ له خپلو سیمو څخه د هلمند نورو بېلابېلو برخو ته کډه شوې دي.

سید محمد رامین زیاته کړې، چې دا کسان د بولان، ناوې، عینک، بست کلا او باباجي په ګډون د هلمند له ډېرو سیمو کډه شوې او د دغه ولایت بېلابېلو برخو ته تللې دي.

دا راپورونه داسې مهال ورکوي، چې تېرې درې ورځې مخکې وسله‌والو طالبانو د هلمند پر مرکز «لښکرګاه» حمله وکړه، چې د چارواکو په خبره، دا برید یې تر ډېره پر شا تمبولی دی.

چارواکو ویلي چې د وسله‌والو طالبانو – چې د القاعدې پاکستاني جنګیالي هم پکې دي – شاوخوا ۱۱۰ غړي یې وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.

سحرخبرونه)

داهم وګورئ

د فاریاب دولت‌اباد ولسوالۍ بېرته امنیتي ځواکونو کنټرول کې کړی دی

د ملي دفاع وزارت وایي، امنیتي ځواکونو تېره شپه د فاریاب دولت‌اباد ولسوالۍ کې د …