کور / افغانستان / بغلان کې د ماین پاکۍ پر موسسې برید کې لس کسه وژل شوي
بغلان

بغلان کې د ماین پاکۍ پر موسسې برید کې لس کسه وژل شوي

 تېره شپه د بغلان په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د هلو ټرسټ په نامه د ماین پاکۍ د یوې موسسې پر دفتر د ناپېژانده 

 وسله والو له لوري برید شوی دی چې له امله یې لس کسه وژل شوي او شپاړس نور ټپيان دي.

د بغلان پولیسو قوماندانۍ ویاند جاوېد بشارت اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دا پېښه تېره شپه شاوخوا ۱۰:۰۰ د مرکزي

بغلان ولسوالۍ په «شېر جلال» سیمه کې رامنځته شوې ده.

ښاغلي بشارت زیاته کړه چې د دې ماین پاکۍ موسسې ۱۶ نور کارکوونکي ټپي شوي دي. د ده په وینا، ټپيان اوسمهال پلخمري ښار کې د بغلان ولایتي روغتون ته درملنې لپاره وړل شوي دي.

هغه دغه راز وویل، د دې ډلې جنګالیو لومړی د هلوټرسټ ماین پاکولو موسسې شاوخوا ۱۰۰ کارکوونکي یوې خونې

ته وړي او بیا یې پرې ډزې کړې دي. د هغه په وینا، د دې موسسې ځینې کارکوونکي د طالبانو برید پر مهال له سیمې

پښې سپکې کړې دي.

طالبانو ډلې بیا دغه برید رد کړی دی. دغې ډلې ویلي چې پر ملکیانو برید غندي او هغه وحشت ګڼي.

(سحرخبرونه)

 

داهم وګورئ

د فاریاب دولت‌اباد ولسوالۍ بېرته امنیتي ځواکونو کنټرول کې کړی دی

د ملي دفاع وزارت وایي، امنیتي ځواکونو تېره شپه د فاریاب دولت‌اباد ولسوالۍ کې د …