کور / نړۍ / بغداد کې چاودنې ۳ تنه مړه کړي

بغداد کې چاودنې ۳ تنه مړه کړي

تېره شپه د عراق په پلازمېنه بغداد کې د کاظمین په سیمه کې د زیارت تر څنګ د خلکو په ګڼه ګوڼه کې د چاودنې

له امله ۳ تنه مړه او تر ۲۰ زیات ټپیان شوي دي.
د بغداد امنتي سرچینو هم د ۳ تنو وژل شوو او او تر ۲۰ زیاتو کسانو د ټپي کیدو خبر تائید کړی.

د پېښې ټپیان نږدې روغتیايي مرګزونو ته لېږدول شوي، خو د روغتیايي حالت په اړه یې ډاکټرانو څه نه دي ویلي.

امنتي سرچینو زیاته کړی، چې د غه چاودنه د ګازو د ډبې د چاودنې په پایله کې رامنځنته شوې، خو ځینې نورې سرچینې

بیا وايي، چې د پیښې ترهګریز احتمال زیات دې، خو د پېښې د څرنګوالي په اړه په دقیقه توګه معلومات نشته.

(سحرخبرونه)

 

داهم وګورئ

میانمار : پوځي چارواکو آنګ سان سوچي پر مالي فساد تورن کړې

د میانمار پوځي چارواکو د دې هېواد ګوښه شوې مشره آنګ سان سوچي پر مالي …