کور / تفریح / امیتاب بچن له اوږدې مودې وروسته په یو فلم کې کار کوي
امیتاب بچهن

امیتاب بچن له اوږدې مودې وروسته په یو فلم کې کار کوي

 ټاکل شوې ده چې د هند د سینما افسانوي لوبغاړی امیتاب بچن له یوې اوږدې مودې وروسته په یوه فلم کې، چې سورج باجتیا یې ډایرکټري کوي، رول ولوبوي.

امتیاب بچن نن سبا د یوې تلویزیوني خپرونې کوربه توب کوي او ورسره په یو وخت په ګڼو سریالونو او فلمونو کې د رول لوبولو وړاندیزونه ورته شوي دي، خو وروسته له دې چې د سورج باجتیا د فلم سناریو یې ولوسته، ویې ویل چې په دغه فلم کې کار کوي.

د کوینومي د راپور له مخې، امیتاب بچن به په دغه فلم کې د قومي مشر رول ولوبوي.

تراوسه پورې د فلم لپاره نوم نه دی غوره شوی یا ښايي سورج بارجتیا نه غواړي چې نوم یې څرګند کړي.

پر دغه فلم به له راتلونکې فبرورۍ کار پیل شي.

داهم وګورئ

عمران خان؛ د «ترکي ډرامي» د پاکستان د کورنیو نظم خوندي وساتي

په پاکستان کې که له یوه پلوه د ترکي ډرامو پر نشر سختې نیوکې دي …